Surah الشعراء

    الشعراء

    Surah الشعراء

    Read Surah Ash-Shuara in Pashto (الشعراء) with Arabic text, Pashto translation, and audio recitation. Chapter 26 of the Holy Quran, 227 verses — free online.

    Quran in Pashto · all 114 Surahs

    ۱

    طسٓمٓ

    طسم [1].

    [1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

    ۲

    تِلۡكَ ءَايَٰتُ ٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ

    دا د هغه څرګند كتاب آيتونه دي.

    ۳

    لَعَلَّكَ بَٰخِعٞ نَّفۡسَكَ أَلَّا يَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ

    اى محمده! ښايي ته پدې غم كې خپل ځان بايلې چې دغه خلك ايمان نه راوړي.

    ۴

    إِن نَّشَأۡ نُنَزِّلۡ عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلسَّمَآءِ ءَايَةٗ فَظَلَّتۡ أَعۡنَٰقُهُمۡ لَهَا خَٰضِعِينَ

    كه موږ وغواړونو له اسمانه داسې نښانه نازلولى شو چې د دوى غاړې د هغې پر وړاندې ښكته شي.

    ۵

    وَمَا يَأۡتِيهِم مِّن ذِكۡرٖ مِّنَ ٱلرَّحۡمَٰنِ مُحۡدَثٍ إِلَّا كَانُواْ عَنۡهُ مُعۡرِضِينَ

    او نه راځي دوی ته هېڅ یاداښت د رحمن له لورې چې نوی وي (د هغه راتلل) مګر دوی له هغه څخه مخ اړوونکي دي.

    ۶

    فَقَدۡ كَذَّبُواْ فَسَيَأۡتِيهِمۡ أَنۢبَٰٓؤُاْ مَا كَانُواْ بِهِۦ يَسۡتَهۡزِءُونَ

    نو اوس چې درواغ يې وګڼلو ډېر زر به د هغه څه خبرونه ورته راشي چې ملنډې به يې پرې وهلې.

    ۷

    أَوَلَمۡ يَرَوۡاْ إِلَى ٱلۡأَرۡضِ كَمۡ أَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوۡجٖ كَرِيمٍ

    آیا دوی نه ګوري ځمکې ته چې څومره رازرغون کړي دي موږ په هغې کې د هر قسم ګټور بوټي څخه.

    ۸

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۹

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۰

    وَإِذۡ نَادَىٰ رَبُّكَ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱئۡتِ ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

    او هغه مهال چې ستا رب غږ وکړ موسى ته چې لاړ شه قوم ظالمانو ته.

    ۱۱

    قَوۡمَ فِرۡعَوۡنَۚ أَلَا يَتَّقُونَ

    د فرعون قوم ته! آيا هغوى نه ويريږي؟

    ۱۲

    قَالَ رَبِّ إِنِّيٓ أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ

    ويې ويل زما ربه! زه ډارېږم چې درواغجن به مې وګڼي.

    ۱۳

    وَيَضِيقُ صَدۡرِي وَلَا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرۡسِلۡ إِلَىٰ هَٰرُونَ

    او سينه مې (هم) تنګيږي او ژبه مې نه ګرځي نو هارون ته يې ولېږه (وحی).

    ۱۴

    وَلَهُمۡ عَلَيَّ ذَنۢبٞ فَأَخَافُ أَن يَقۡتُلُونِ

    او پر ما باندې د هغوی لخوا د يو جرم تور هم شته، ځكه نو زه ويريږم چې هغوى به ما ووژني.

    ۱۵

    قَالَ كَلَّاۖ فَٱذۡهَبَا بِـَٔايَٰتِنَآۖ إِنَّا مَعَكُم مُّسۡتَمِعُونَ

    الله وويل: هېڅكله نه، نو دواړه زموږ له نښانو سره ورشئ، موږ درسره يو، د (هر څه) اورېدونكي.

    ۱۶

    فَأۡتِيَا فِرۡعَوۡنَ فَقُولَآ إِنَّا رَسُولُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    نو ورشئ دواړه فرعون ته ورته او وايئ چې موږ رالیږل شوي یو د مخلوقاتو د پالونكي لخوا.

    ۱۷

    أَنۡ أَرۡسِلۡ مَعَنَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ

    چې ته بني اسرائيل له موږ سره ولېږې.

    ۱۸

    قَالَ أَلَمۡ نُرَبِّكَ فِينَا وَلِيدٗا وَلَبِثۡتَ فِينَا مِنۡ عُمُرِكَ سِنِينَ

    وېلې: آيا ته مو له ځان سره وړوكى ونه روزلې او د خپل عمر ډېر كلونه دې راسره تېر (نه) كړل.

    ۱۹

    وَفَعَلۡتَ فَعۡلَتَكَ ٱلَّتِي فَعَلۡتَ وَأَنتَ مِنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ

    او ها چې كړى دې و هغه كار دې هم وكړ او ته له ناشكرانو څخه يې.

    ۲۰

    قَالَ فَعَلۡتُهَآ إِذٗا وَأَنَا۠ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ

    (موسى) وويل: ما هغه وخت كړى و چې زه له ناپوهانو وم.

    ۲۱

    فَفَرَرۡتُ مِنكُمۡ لَمَّا خِفۡتُكُمۡ فَوَهَبَ لِي رَبِّي حُكۡمٗا وَجَعَلَنِي مِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    بيا چې كله ووېرېدم نو درڅخه وتښتېدم، نو خپل رب مې حكم (علم) راكړ او په رسولانو كې يې شامل كړم.

    ۲۲

    وَتِلۡكَ نِعۡمَةٞ تَمُنُّهَا عَلَيَّ أَنۡ عَبَّدتَّ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ

    او (آيا) دا كومه پېرزوينه ده چې پر ما يې احسان باروې دا چې بني اسرائيل دې مريان كړي.

    ۲۳

    قَالَ فِرۡعَوۡنُ وَمَا رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    فرعون وويل: او دا رب العالمين لاڅه دى؟

    ۲۴

    قَالَ رَبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ

    وېلې د آسمانو، ځمكې او د هغو تر منځ د ټولو شيانو پالونكى، كه تاسو باور كوونكي ياست.

    ۲۵

    قَالَ لِمَنۡ حَوۡلَهُۥٓ أَلَا تَسۡتَمِعُونَ

    فرعون خپلو شاوخوا خلكو ته وويل: تاسو نه اورئ؟

    ۲۶

    قَالَ رَبُّكُمۡ وَرَبُّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ

    موسى وويل: ستاسو پالونكى او ستاسو د مخکېنيو پلرونو پالونكى دی.

    ۲۷

    قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِيٓ أُرۡسِلَ إِلَيۡكُمۡ لَمَجۡنُونٞ

    فرعون وويل: يقيناً ستاسو دا رسول چې درته رالېږل شوى بالكل ليونى دى.

    ۲۸

    قَالَ رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ إِن كُنتُمۡ تَعۡقِلُونَ

    موسى وويل: د ختيځ، لويديځ او د هغو تر منځ شيانو رب دى، كه تاسو عقل كاروئ.

    ۲۹

    قَالَ لَئِنِ ٱتَّخَذۡتَ إِلَٰهًا غَيۡرِي لَأَجۡعَلَنَّكَ مِنَ ٱلۡمَسۡجُونِينَ

    فرعون وويل: كه له ما پرته دې بل معبود ونيولو، هرومرو به دې له بنديانو وګرځوم.

    ۳۰

    قَالَ أَوَلَوۡ جِئۡتُكَ بِشَيۡءٖ مُّبِينٖ

    موسى وويل: كه څه هم يو څرګند شى درته راوړم.

    ۳۱

    قَالَ فَأۡتِ بِهِۦٓ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

    ويې ويل: كه ته رښتينى يې نو رايې وړه!

    ۳۲

    فَأَلۡقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعۡبَانٞ مُّبِينٞ

    نو ګذاره یې کړه لکړه (امسا) خپله؛ نو هغه يو دم ښكاره ښامار و.

    ۳۳

    وَنَزَعَ يَدَهُۥ فَإِذَا هِيَ بَيۡضَآءُ لِلنَّٰظِرِينَ

    او چې خپل لاس يې راوويستو نو هغه (ټولو) كتونكو ته روڼ ځلاند و.

    ۳۴

    قَالَ لِلۡمَلَإِ حَوۡلَهُۥٓ إِنَّ هَٰذَا لَسَٰحِرٌ عَلِيمٞ

    فرعون خپلو چاپېرو سردارانو ته وويل: بې شكه چې دا سړى هرومرو يو پوه كوډګر دى.

    ۳۵

    يُرِيدُ أَن يُخۡرِجَكُم مِّنۡ أَرۡضِكُم بِسِحۡرِهِۦ فَمَاذَا تَأۡمُرُونَ

    غواړي چې په خپلو كوډو تاسي له خپلې ځمكې وباسي؛ نو تاسو څه حكم كوئ؟

    ۳۶

    قَالُوٓاْ أَرۡجِهۡ وَأَخَاهُ وَٱبۡعَثۡ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ

    هغوى وويل: دى او ورور يې ايسار كړه او ولیږه ښارونو ته راټولوونکي.

    ۳۷

    يَأۡتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٖ

    چې هر يو پوه كوډګر درته راولي.

    ۳۸

    فَجُمِعَ ٱلسَّحَرَةُ لِمِيقَٰتِ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ

    بيا نو د يوې معلومې ورځې په ټاكلي وخت كوډګران راټول كړى شول.

    ۳۹

    وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلۡ أَنتُم مُّجۡتَمِعُونَ

    او خلكو ته وويل شول چې تاسې به راټوليږئ؟

    ۴۰

    لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ ٱلسَّحَرَةَ إِن كَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ

    چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول.

    ۴۱

    فَلَمَّا جَآءَ ٱلسَّحَرَةُ قَالُواْ لِفِرۡعَوۡنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ

    نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟

    ۴۲

    قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ إِذٗا لَّمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ

    وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ.

    ۴۳

    قَالَ لَهُم مُّوسَىٰٓ أَلۡقُواْ مَآ أَنتُم مُّلۡقُونَ

    موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ.

    ۴۴

    فَأَلۡقَوۡاْ حِبَالَهُمۡ وَعِصِيَّهُمۡ وَقَالُواْ بِعِزَّةِ فِرۡعَوۡنَ إِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبُونَ

    نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو!

    ۴۵

    فَأَلۡقَىٰ مُوسَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ تَلۡقَفُ مَا يَأۡفِكُونَ

    بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې.

    ۴۶

    فَأُلۡقِيَ ٱلسَّحَرَةُ سَٰجِدِينَ

    نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل.

    ۴۷

    قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ.

    ۴۸

    رَبِّ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ

    د موسى او هارون پر رب.

    ۴۹

    قَالَ ءَامَنتُمۡ لَهُۥ قَبۡلَ أَنۡ ءَاذَنَ لَكُمۡۖ إِنَّهُۥ لَكَبِيرُكُمُ ٱلَّذِي عَلَّمَكُمُ ٱلسِّحۡرَ فَلَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَۚ لَأُقَطِّعَنَّ أَيۡدِيَكُمۡ وَأَرۡجُلَكُم مِّنۡ خِلَٰفٖ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمۡ أَجۡمَعِينَ

    وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم.

    ۵۰

    قَالُواْ لَا ضَيۡرَۖ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ

    هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو.

    ۵۱

    إِنَّا نَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطَٰيَٰنَآ أَن كُنَّآ أَوَّلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ

    او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى.

    ۵۲

    ۞ وَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنۡ أَسۡرِ بِعِبَادِيٓ إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ

    او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ.

    ۵۳

    فَأَرۡسَلَ فِرۡعَوۡنُ فِي ٱلۡمَدَآئِنِ حَٰشِرِينَ

    بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل.

    ۵۴

    إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَشِرۡذِمَةٞ قَلِيلُونَ

    چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.

    ۵۵

    وَإِنَّهُمۡ لَنَا لَغَآئِظُونَ

    او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو.

    ۵۶

    وَإِنَّا لَجَمِيعٌ حَٰذِرُونَ

    او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو.

    ۵۷

    فَأَخۡرَجۡنَٰهُم مِّن جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ

    پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه.

    ۵۸

    وَكُنُوزٖ وَمَقَامٖ كَرِيمٖ

    او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه.

    ۵۹

    كَذَٰلِكَۖ وَأَوۡرَثۡنَٰهَا بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ

    همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول.

    ۶۰

    فَأَتۡبَعُوهُم مُّشۡرِقِينَ

    پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال.

    ۶۱

    فَلَمَّا تَرَٰٓءَا ٱلۡجَمۡعَانِ قَالَ أَصۡحَٰبُ مُوسَىٰٓ إِنَّا لَمُدۡرَكُونَ

    كله چې دواړه ډلې سره مخامخ شوې، د موسى ملګرو وويل: چې (دا دى) موږ خو ګيرېدونكي يو.

    ۶۲

    قَالَ كَلَّآۖ إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهۡدِينِ

    وېلې هېڅكله نه! پرته له شکه ما سره مې رب دى، زر به لار راوښايي.

    ۶۳

    فَأَوۡحَيۡنَآ إِلَىٰ مُوسَىٰٓ أَنِ ٱضۡرِب بِّعَصَاكَ ٱلۡبَحۡرَۖ فَٱنفَلَقَ فَكَانَ كُلُّ فِرۡقٖ كَٱلطَّوۡدِ ٱلۡعَظِيمِ

    نو موسى ته مو وحي وكړه چې په خپله لکړه (امسا) دې سيند و وهه؛ نو هغه وچاودلو او هره ټوټه لكه لوى غر وه.

    ۶۴

    وَأَزۡلَفۡنَا ثَمَّ ٱلۡأٓخَرِينَ

    او رانږدې کړل موږ هلته نور کسان.

    ۶۵

    وَأَنجَيۡنَا مُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ

    او موسى او څوك چې ورسره وو، ټول مو وژغورل.

    ۶۶

    ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ

    بيا مو هغه نور (ټول) غرق كړل.

    ۶۷

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيا (لوی) پند دی، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۶۸

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ډیر زورو او مهربان دى.

    ۶۹

    وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ إِبۡرَٰهِيمَ

    او په هغوى د ابراهيم خبر (هم) ولوله.

    ۷۰

    إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَا تَعۡبُدُونَ

    كله چې خپل پلار او قوم ته يې وويل: (دا) څه شى لمانځئ؟

    ۷۱

    قَالُواْ نَعۡبُدُ أَصۡنَامٗا فَنَظَلُّ لَهَا عَٰكِفِينَ

    وېلې: بوتان لمانځو او همداسې به يې په خدمت (او درناوي) لګيا اوسو.

    ۷۲

    قَالَ هَلۡ يَسۡمَعُونَكُمۡ إِذۡ تَدۡعُونَ

    ابراهيم وويل: آيا هغوى ستاسي (خبره) اوري كله يې چې رابولئ؟

    ۷۳

    أَوۡ يَنفَعُونَكُمۡ أَوۡ يَضُرُّونَ

    يا څه ګټه يا زيان در رسوي؟

    ۷۴

    قَالُواْ بَلۡ وَجَدۡنَآ ءَابَآءَنَا كَذَٰلِكَ يَفۡعَلُونَ

    هغوى وويل: نه، خو خپل پلرونه مو موندلي دي چې همداسې به يې كول.

    ۷۵

    قَالَ أَفَرَءَيۡتُم مَّا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ

    هغه وويل:نو آيا خبر یاست تاسو په حال د هغه چا چې تاسو یې بندګي کوله.

    ۷۶

    أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُمُ ٱلۡأَقۡدَمُونَ

    تاسو او ستاسي پخوانيو پلرونو.

    ۷۷

    فَإِنَّهُمۡ عَدُوّٞ لِّيٓ إِلَّا رَبَّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    نو هغوى خو ټول زما دښمنان دي، پرته د مخلوقاتو له پالونکي څخه.

    ۷۸

    ٱلَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهۡدِينِ

    هماغه چې زه يې پيدا كړى يم او لارښوونه راته كوي.

    ۷۹

    وَٱلَّذِي هُوَ يُطۡعِمُنِي وَيَسۡقِينِ

    هغه ذات چې ماته خوراك او څښاك راكوي.

    ۸۰

    وَإِذَا مَرِضۡتُ فَهُوَ يَشۡفِينِ

    او چې ناروغ شم، خو هماغه مې روغوي.

    ۸۱

    وَٱلَّذِي يُمِيتُنِي ثُمَّ يُحۡيِينِ

    او همغه چې مړ كوي مې او بيا مې راژوندى كوي.

    ۸۲

    وَٱلَّذِيٓ أَطۡمَعُ أَن يَغۡفِرَ لِي خَطِيٓـَٔتِي يَوۡمَ ٱلدِّينِ

    او هغه چې زه ترې هيله لرم چې د جزا په ورځ به مې تېروتنې را وبخښي.

    ۸۳

    رَبِّ هَبۡ لِي حُكۡمٗا وَأَلۡحِقۡنِي بِٱلصَّٰلِحِينَ

    زما ربه! ماته حكم (علم او نبوت) راکړه او له صالحانو سره مې يوځاى كړې.

    ۸۴

    وَٱجۡعَل لِّي لِسَانَ صِدۡقٖ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ

    او په وروستيو نسلونو كې د نېكنامۍ يادونه را په برخه كړې.

    ۸۵

    وَٱجۡعَلۡنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ ٱلنَّعِيمِ

    او د نعمتونو د جنت له وارثانو مې وګرځوې!

    ۸۶

    وَٱغۡفِرۡ لِأَبِيٓ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلضَّآلِّينَ

    او پلار ته مې بخښنه وكړې، هغه له بې لارو څخه دى.

    ۸۷

    وَلَا تُخۡزِنِي يَوۡمَ يُبۡعَثُونَ

    او په هغه ورځ مې مه شرموې چې خلك راپاڅول كيږي.

    ۸۸

    يَوۡمَ لَا يَنفَعُ مَالٞ وَلَا بَنُونَ

    همغه ورځ چې نه مال ګټه رسوي او نه زامن.

    ۸۹

    إِلَّا مَنۡ أَتَى ٱللَّهَ بِقَلۡبٖ سَلِيمٖ

    پرته له دې چې څوك په روغ زړه الله ته ورغلى وي.

    ۹۰

    وَأُزۡلِفَتِ ٱلۡجَنَّةُ لِلۡمُتَّقِينَ

    او (كله) چې متقيانو ته جنت ورنږدې كړى شي.

    ۹۱

    وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِلۡغَاوِينَ

    او بې لارې شوو ته دوزخ ورڅرګند كړى شي.

    ۹۲

    وَقِيلَ لَهُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡ تَعۡبُدُونَ

    او ورته وويل شي: هغه شيان چېرته دي چې تاسو به لمانځل.

    ۹۳

    مِن دُونِ ٱللَّهِ هَلۡ يَنصُرُونَكُمۡ أَوۡ يَنتَصِرُونَ

    له الله پرته، آيا څه مرسته مو كوي؟ يا د خپل ځان مرسته كولاى شي؟

    ۹۴

    فَكُبۡكِبُواْ فِيهَا هُمۡ وَٱلۡغَاوُۥنَ

    نو پړمخ به پكې وغورځول شي، هغوى (معبودان يې) او بې لارې شوي كسان.

    ۹۵

    وَجُنُودُ إِبۡلِيسَ أَجۡمَعُونَ

    او د ابليس ټول لښكر.

    ۹۶

    قَالُواْ وَهُمۡ فِيهَا يَخۡتَصِمُونَ

    هلته به خپلو كې شخړه كوي او وايي به.

    ۹۷

    تَٱللَّهِ إِن كُنَّا لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٍ

    په الله قسم موږ خو يقيناً په ښكاره بې لارېتوب كې وو.

    ۹۸

    إِذۡ نُسَوِّيكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    چې تاسو (باطل معبودان) مو له رب العالمين سره برابرولئ.

    ۹۹

    وَمَآ أَضَلَّنَآ إِلَّا ٱلۡمُجۡرِمُونَ

    او موږ پرته له همغو مجرمانو (مشرانو) بل چا نه يو بې لارې كړي.

    ۱۰۰

    فَمَا لَنَا مِن شَٰفِعِينَ

    نو (اوس) زموږ هيڅوك سپارښتونكى نشته.

    ۱۰۱

    وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٖ

    او نه څوك مخلص ملګرى.

    ۱۰۲

    فَلَوۡ أَنَّ لَنَا كَرَّةٗ فَنَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ

    خو كاشكې كه موږ ته يو ځل (بيا وخت) واى نو موږ به مومنان وو.

    ۱۰۳

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيآ (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۱۰۴

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه زورور مهربان دی.

    ۱۰۵

    كَذَّبَتۡ قَوۡمُ نُوحٍ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    د نوح قوم (هم) رسولان درواغجن وګڼل.

    ۱۰۶

    إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ نُوحٌ أَلَا تَتَّقُونَ

    کله چې وویل دوی ته ورور د دوی نوح، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).

    ۱۰۷

    إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ

    زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

    ۱۰۸

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۰۹

    وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

    ۱۱۰

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو له الله ووېرېږئ او زما خبره ومنئ.

    ۱۱۱

    ۞ قَالُوٓاْ أَنُؤۡمِنُ لَكَ وَٱتَّبَعَكَ ٱلۡأَرۡذَلُونَ

    هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده.

    ۱۱۲

    قَالَ وَمَا عِلۡمِي بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ

    نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول.

    ۱۱۳

    إِنۡ حِسَابُهُمۡ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّيۖ لَوۡ تَشۡعُرُونَ

    د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ.

    ۱۱۴

    وَمَآ أَنَا۠ بِطَارِدِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ

    او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم.

    ۱۱۵

    إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ مُّبِينٞ

    زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم.

    ۱۱۶

    قَالُواْ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ يَٰنُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمَرۡجُومِينَ

    هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې.

    ۱۱۷

    قَالَ رَبِّ إِنَّ قَوۡمِي كَذَّبُونِ

    هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.

    ۱۱۸

    فَٱفۡتَحۡ بَيۡنِي وَبَيۡنَهُمۡ فَتۡحٗا وَنَجِّنِي وَمَن مَّعِيَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ

    نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي.

    ۱۱۹

    فَأَنجَيۡنَٰهُ وَمَن مَّعَهُۥ فِي ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ

    نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل.

    ۱۲۰

    ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا بَعۡدُ ٱلۡبَاقِينَ

    بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل.

    ۱۲۱

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۱۲۲

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۲۳

    كَذَّبَتۡ عَادٌ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    عاديانو رسولان درواغجن وګڼل.

    ۱۲۴

    إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ هُودٌ أَلَا تَتَّقُونَ

    کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).

    ۱۲۵

    إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ

    زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

    ۱۲۶

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۲۷

    وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

    ۱۲۸

    أَتَبۡنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ ءَايَةٗ تَعۡبَثُونَ

    آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ.

    ۱۲۹

    وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمۡ تَخۡلُدُونَ

    او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست.

    ۱۳۰

    وَإِذَا بَطَشۡتُم بَطَشۡتُمۡ جَبَّارِينَ

    او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ.

    ۱۳۱

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۳۲

    وَٱتَّقُواْ ٱلَّذِيٓ أَمَدَّكُم بِمَا تَعۡلَمُونَ

    او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي.

    ۱۳۳

    أَمَدَّكُم بِأَنۡعَٰمٖ وَبَنِينَ

    په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې.

    ۱۳۴

    وَجَنَّٰتٖ وَعُيُونٍ

    او په باغونو او چينو سره.

    ۱۳۵

    إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٖ

    زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

    ۱۳۶

    قَالُواْ سَوَآءٌ عَلَيۡنَآ أَوَعَظۡتَ أَمۡ لَمۡ تَكُن مِّنَ ٱلۡوَٰعِظِينَ

    هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې.

    ۱۳۷

    إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا خُلُقُ ٱلۡأَوَّلِينَ

    دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي.

    ۱۳۸

    وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ

    او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو.

    ۱۳۹

    فَكَذَّبُوهُ فَأَهۡلَكۡنَٰهُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.

    ۱۴۰

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۴۱

    كَذَّبَتۡ ثَمُودُ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل.

    ۱۴۲

    إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ صَٰلِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ

    كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟

    ۱۴۳

    إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ

    زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

    ۱۴۴

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۴۵

    وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

    ۱۴۶

    أَتُتۡرَكُونَ فِي مَا هَٰهُنَآ ءَامِنِينَ

    آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟

    ۱۴۷

    فِي جَنَّٰتٖ وَعُيُونٖ

    په (همدې) باغونو او چينو كې.

    ۱۴۸

    وَزُرُوعٖ وَنَخۡلٖ طَلۡعُهَا هَضِيمٞ

    او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي.

    ۱۴۹

    وَتَنۡحِتُونَ مِنَ ٱلۡجِبَالِ بُيُوتٗا فَٰرِهِينَ

    او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ.

    ۱۵۰

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۵۱

    وَلَا تُطِيعُوٓاْ أَمۡرَ ٱلۡمُسۡرِفِينَ

    او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.

    ۱۵۲

    ٱلَّذِينَ يُفۡسِدُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَا يُصۡلِحُونَ

    هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي.

    ۱۵۳

    قَالُوٓاْ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلۡمُسَحَّرِينَ

    هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.

    ۱۵۴

    مَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا فَأۡتِ بِـَٔايَةٍ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

    ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه!

    ۱۵۵

    قَالَ هَٰذِهِۦ نَاقَةٞ لَّهَا شِرۡبٞ وَلَكُمۡ شِرۡبُ يَوۡمٖ مَّعۡلُومٖ

    صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده.

    ۱۵۶

    وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٖ فَيَأۡخُذَكُمۡ عَذَابُ يَوۡمٍ عَظِيمٖ

    او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي.

    ۱۵۷

    فَعَقَرُوهَا فَأَصۡبَحُواْ نَٰدِمِينَ

    خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول.

    ۱۵۸

    فَأَخَذَهُمُ ٱلۡعَذَابُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.

    ۱۵۹

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۶۰

    كَذَّبَتۡ قَوۡمُ لُوطٍ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    د لوط (علیه السلام) قوم رسولان درواغجن وګڼل.

    ۱۶۱

    إِذۡ قَالَ لَهُمۡ أَخُوهُمۡ لُوطٌ أَلَا تَتَّقُونَ

    كله چې ورور يې لوط ورته وويل: آیا نه ډارېږئ.

    ۱۶۲

    إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ

    زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

    ۱۶۳

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۶۴

    وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

    ۱۶۵

    أَتَأۡتُونَ ٱلذُّكۡرَانَ مِنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    آیا راتګ کوئ تاسي (په لواطت کولو) نارینه وو ته له خلکو.

    ۱۶۶

    وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمۡ رَبُّكُم مِّنۡ أَزۡوَٰجِكُمۚ بَلۡ أَنتُمۡ قَوۡمٌ عَادُونَ

    او هغه مېرمنې مو پرېږدئ چې خپل رب مو درته پيدا كړې دي، بلكې تاسي له پولې تېرېدونكي خلك ياست.

    ۱۶۷

    قَالُواْ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ يَٰلُوطُ لَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُخۡرَجِينَ

    هغوى وويل: اى لوطه! كه ايسار نه شوې، خامخا به ته هم له اېستل شويو څخه يې.

    ۱۶۸

    قَالَ إِنِّي لِعَمَلِكُم مِّنَ ٱلۡقَالِينَ

    هغه وويل: بې شكه زه ستاسي د دې عمل له بدګڼونكو څخه يم.

    ۱۶۹

    رَبِّ نَجِّنِي وَأَهۡلِي مِمَّا يَعۡمَلُونَ

    زما ربه! ما او كورنۍ مې له هغه څه وژغورې چې هغوى يې كوي.

    ۱۷۰

    فَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ

    نو هغه او د هغه كورنۍ مو ټول وژغورل.

    ۱۷۱

    إِلَّا عَجُوزٗا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ

    پرته له يوې بوډى، چې پاتېدونكو كې وه.

    ۱۷۲

    ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ

    بيا مو هغه نور تباه كړل.

    ۱۷۳

    وَأَمۡطَرۡنَا عَلَيۡهِم مَّطَرٗاۖ فَسَآءَ مَطَرُ ٱلۡمُنذَرِينَ

    او يو باران مو پرې واورولو، نو د هغو وېرول شويو ډېر ناكاره باران وو.

    ۱۷۴

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۱۷۵

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۷۶

    كَذَّبَ أَصۡحَٰبُ لۡـَٔيۡكَةِ ٱلۡمُرۡسَلِينَ

    د ګڼ ځنګل څښتنانو رسولان درواغجن وګڼل.

    ۱۷۷

    إِذۡ قَالَ لَهُمۡ شُعَيۡبٌ أَلَا تَتَّقُونَ

    كله يې چې ورور شعيب (علیه السلام) ورته وويل: آيا نه ډارېږئ؟

    ۱۷۸

    إِنِّي لَكُمۡ رَسُولٌ أَمِينٞ

    زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

    ۱۷۹

    فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَأَطِيعُونِ

    نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

    ۱۸۰

    وَمَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٍۖ إِنۡ أَجۡرِيَ إِلَّا عَلَىٰ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

    ۱۸۱

    ۞ أَوۡفُواْ ٱلۡكَيۡلَ وَلَا تَكُونُواْ مِنَ ٱلۡمُخۡسِرِينَ

    پيمانه پوره وركوئ او له كموونكو مه كېږئ.

    ۱۸۲

    وَزِنُواْ بِٱلۡقِسۡطَاسِ ٱلۡمُسۡتَقِيمِ

    او په سمه تله تول كوئ.

    ۱۸۳

    وَلَا تَبۡخَسُواْ ٱلنَّاسَ أَشۡيَآءَهُمۡ وَلَا تَعۡثَوۡاْ فِي ٱلۡأَرۡضِ مُفۡسِدِينَ

    او خلكو ته د هغوی شيان كم مه وركوئ، په ځمكه كې فساد مه خپروئ.

    ۱۸۴

    وَٱتَّقُواْ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلۡجِبِلَّةَ ٱلۡأَوَّلِينَ

    او له هغه ذات نه وويريږئ چې تاسي او پخواني نسلونه یې پيداكړي دي.

    ۱۸۵

    قَالُوٓاْ إِنَّمَآ أَنتَ مِنَ ٱلۡمُسَحَّرِينَ

    هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.

    ۱۸۶

    وَمَآ أَنتَ إِلَّا بَشَرٞ مِّثۡلُنَا وَإِن نَّظُنُّكَ لَمِنَ ٱلۡكَٰذِبِينَ

    او زموږ په شان يو انسان پرته بل څه نه يې او بې شكه موږ په تا ګومان كوو چې له درواغجنو يې.

    ۱۸۷

    فَأَسۡقِطۡ عَلَيۡنَا كِسَفٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ إِن كُنتَ مِنَ ٱلصَّٰدِقِينَ

    نو كه ته رښتينى يې له اسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه.

    ۱۸۸

    قَالَ رَبِّيٓ أَعۡلَمُ بِمَا تَعۡمَلُونَ

    شعيب وويل: زما رب په هغو كارو ډېر ښه پوه دى چې تاسو يې كوئ.

    ۱۸۹

    فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَهُمۡ عَذَابُ يَوۡمِ ٱلظُّلَّةِۚ إِنَّهُۥ كَانَ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٍ

    خو بيا يې دى هم درواغجن وبللو نو د چترۍ (وریځې) والا ورځې عذاب راونيول، بې شكه هغه د يوې لويې ورځې عذاب و.

    ۱۹۰

    إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ

    په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

    ۱۹۱

    وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلرَّحِيمُ

    او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

    ۱۹۲

    وَإِنَّهُۥ لَتَنزِيلُ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ

    او هغه خامخا د رب العالمين لخوا نازل کړل شوی دی.

    ۱۹۳

    نَزَلَ بِهِ ٱلرُّوحُ ٱلۡأَمِينُ

    چه امانتداره روح (جبريل) ورسره نازل شوى دى.

    ۱۹۴

    عَلَىٰ قَلۡبِكَ لِتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُنذِرِينَ

    ستا پر زړه (نازل شو)، د دې لپاره چې ته له وېروونكو واوسې.

    ۱۹۵

    بِلِسَانٍ عَرَبِيّٖ مُّبِينٖ

    په څرګنده عربى ژبه دی.

    ۱۹۶

    وَإِنَّهُۥ لَفِي زُبُرِ ٱلۡأَوَّلِينَ

    او بې شکه د پخوانيو خلكو په كتابو كې هم شته.

    ۱۹۷

    أَوَلَمۡ يَكُن لَّهُمۡ ءَايَةً أَن يَعۡلَمَهُۥ عُلَمَٰٓؤُاْ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ

    آيا د هغوى (مكې والو) لپاره دا يوه نښانه نه ده چې د بني اسرائيلو عالمان هم ورباندې پوهيږي.

    ۱۹۸

    وَلَوۡ نَزَّلۡنَٰهُ عَلَىٰ بَعۡضِ ٱلۡأَعۡجَمِينَ

    او كه دا مو په چا عجميانو نازل كړى واى.

    ۱۹۹

    فَقَرَأَهُۥ عَلَيۡهِم مَّا كَانُواْ بِهِۦ مُؤۡمِنِينَ

    هغه پر دوى لوستى واى، بيا به يې هم نه واى منلى.

    ۲۰۰

    كَذَٰلِكَ سَلَكۡنَٰهُ فِي قُلُوبِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ

    همدغه شان مو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې ورننه اېستلى دى.

    ۲۰۱

    لَا يُؤۡمِنُونَ بِهِۦ حَتَّىٰ يَرَوُاْ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَلِيمَ

    نو تر هغو يې نه مني ترڅو دردناك عذاب ونه ويني.

    ۲۰۲

    فَيَأۡتِيَهُم بَغۡتَةٗ وَهُمۡ لَا يَشۡعُرُونَ

    بيا كله چې يو ناڅاپه ورته راشي او هغوى خبر هم نه وي.

    ۲۰۳

    فَيَقُولُواْ هَلۡ نَحۡنُ مُنظَرُونَ

    نو وايي به آيا موږ ته به مهلت راكول كيږي؟

    ۲۰۴

    أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ

    نو آیا هغوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي.

    ۲۰۵

    أَفَرَءَيۡتَ إِن مَّتَّعۡنَٰهُمۡ سِنِينَ

    آيا نو ته وينې چې كه تر كلونو هغوى ته د ژوند د مزو مهلت وركړو.

    ۲۰۶

    ثُمَّ جَآءَهُم مَّا كَانُواْ يُوعَدُونَ

    بيا هغه (عذاب) ورته راشي چې ژمنه يې ورسره كېدله.

    ۲۰۷

    مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يُمَتَّعُونَ

    نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي.

    ۲۰۸

    وَمَآ أَهۡلَكۡنَا مِن قَرۡيَةٍ إِلَّا لَهَا مُنذِرُونَ

    او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي.

    ۲۰۹

    ذِكۡرَىٰ وَمَا كُنَّا ظَٰلِمِينَ

    د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو.

    ۲۱۰

    وَمَا تَنَزَّلَتۡ بِهِ ٱلشَّيَٰطِينُ

    او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى.

    ۲۱۱

    وَمَا يَنۢبَغِي لَهُمۡ وَمَا يَسۡتَطِيعُونَ

    او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي.

    ۲۱۲

    إِنَّهُمۡ عَنِ ٱلسَّمۡعِ لَمَعۡزُولُونَ

    هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي.

    ۲۱۳

    فَلَا تَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ فَتَكُونَ مِنَ ٱلۡمُعَذَّبِينَ

    نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې.

    ۲۱۴

    وَأَنذِرۡ عَشِيرَتَكَ ٱلۡأَقۡرَبِينَ

    او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه.

    ۲۱۵

    وَٱخۡفِضۡ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ

    او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه.

    ۲۱۶

    فَإِنۡ عَصَوۡكَ فَقُلۡ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تَعۡمَلُونَ

    نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ.

    ۲۱۷

    وَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱلۡعَزِيزِ ٱلرَّحِيمِ

    او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه.

    ۲۱۸

    ٱلَّذِي يَرَىٰكَ حِينَ تَقُومُ

    هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې.

    ۲۱۹

    وَتَقَلُّبَكَ فِي ٱلسَّٰجِدِينَ

    او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني).

    ۲۲۰

    إِنَّهُۥ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ

    بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى.

    ۲۲۱

    هَلۡ أُنَبِّئُكُمۡ عَلَىٰ مَن تَنَزَّلُ ٱلشَّيَٰطِينُ

    آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟

    ۲۲۲

    تَنَزَّلُ عَلَىٰ كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٖ

    هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي.

    ۲۲۳

    يُلۡقُونَ ٱلسَّمۡعَ وَأَكۡثَرُهُمۡ كَٰذِبُونَ

    اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي.

    ۲۲۴

    وَٱلشُّعَرَآءُ يَتَّبِعُهُمُ ٱلۡغَاوُۥنَ

    او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي.

    ۲۲۵

    أَلَمۡ تَرَ أَنَّهُمۡ فِي كُلِّ وَادٖ يَهِيمُونَ

    آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي.

    ۲۲۶

    وَأَنَّهُمۡ يَقُولُونَ مَا لَا يَفۡعَلُونَ

    او هغه څه وايي چې نه يې كوي.

    ۲۲۷

    إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَذَكَرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ

    له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي.

    الشعراء

    Play